د صهيونېسټو فوځيانو په حمله کښې يو شمېر فلسطينيان ژوبل شول
Sep 04, 2020 11:37 Asia/Kabul
صهيونېسټو فوځيانو په نيواکي قدس شريف او لويديځه غاړه کښې په فلسطينيانو په حملې سره له هوي څخه يو شمېر ژوبل کړل.
د العالم چېنل د رپوټ له مخې د قدس شريف د نيواکګر رژي فوځيانو نن د جمعې په ورځ په نيواکي قدس شريف کښې په العيسويه سيمې باندې په يرغل سره په فلسطينيانو د جنګي ګوليو ډزې وکړې او اوښکې بيونکي ګېسونه پرې ورپرېښود چې له امله يې په لسګونو فلسطينيان ژوبل شول.
همدارنګ د لويديځې غاړې د رام ا... په يو کلي کښې د فلسطينيانو په يو موټر د صهيونېسټ مېشته ښارګي اوسيدونکو په حمله کښې يو شمېر فلسطينيان ژوبل شول.
صهيونېسټان خپلو پراختيا غوښتونکو اهدافو ته د رسېدو لپاره هره ورځ د فلسطين په مختلفو سيمو حملې کوي جې له امله يې فلسطينيان شهيدان يا ژوبليږي او يا هم نيولې او جېلونو کښې اچول کيږي.
ټیګونه