ا مریکائي پوځيان باید له عراقه ووځي
د بغداد د هوائي ډګر په هغې پوځې برخې بیګا درې توغندي لګیدلي ، چې د امریکا په قوماندانۍ سره د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په ضد دتش په نامه ائيتلاف ځواکونه ورځيني استفاده کوي .
العراق خبری سایټ راپور ورکړی ، د عراق په پارلیمان کې د الفتح ائيتلاف یوه مسئول مقام محمد البلداوي په دغه هیواد کې د امریکا پراخو جنایتونو ته په اشارې سره وئیلي دي ، له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د ویستلو په باب دعراق دپارلیمان مصوبه لازم الاجرا ده او حکومت هم باید دغه مصوبه عملي کړي .
همداراز د عراق دپارلیمان یوه بل استازي انتصار الموسوي هم ددې خبرې په کولو سره چې په عراق کې ځيني داخلی لوري ، دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو په لاره کې خنډونه جوړوي ، وئیلی دي ، په عراق کې درستې ملي او سیاسی ډلې ټپلې په دې زمینې کې د پارلیمان دمصوبې پر ا جرا متحدې اویوه خوله دي .
دعراق پارلیمان د ۲۰۲۰ کال دجنورۍ په ۵نیټه له دغه هیواده د امریکائي پوځیانو د ویستلو پلان تصویب کړی دی .
له عراقه یو بل خبر دا چې دعراق خبری سرچینو وئیلي دي ، د بغداد د هوائي ډګر په هغې پوځې برخې بیګا درې توغندي لګیدلي ، چې د امریکا په قوماندانۍ سره د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په ضد دتش په نامه ائيتلاف ځواکونه ورځيني استفاده کوي . ددغې توغندوي حملې د احتمالی مرګ ژوبلو په باب د خبر تر مخابیره کیدا پورې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .