له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو ساتل له فلسطین سره خیانت دی
د یمن دانصار ا... غورځنګ ویندوي وئيلي دي ، دیمن ولس هماغه راز له فلسطینه په ملاتړ کې پر خپلو دریځونو او له نیواکګر دښمن سره داړیکو د عادی کولو پر ردولو ټينګار کوي ، او دصهیونیسټانو په مقابل کې د سم دریځ نیونې په دلیل د سعودي تیریګرو سره په جنګ بوخت دي .
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د یمن د انصار ا...ولسی مبارزغورخنګ ویندوي محمدعبدالسلام بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،هغه عرب رژيمونه چېد صهیونیسټ نیواکګر رژيم په لور ئې ګامونه پورته کړي دي ، په حقیقت کې هیڅ شی نشي بدلولی ، ځکه چې له دې مخکې ئې هم په پټه له وحشي صهیونیسټانو سره ملګرتیاوې درلودلي دي .
عبدالسلام روښانه کړې ده ،د فلسطین موضوع یوه اسلامی او عربي موضوع ده او هیڅکله هم صهیونیسټي ناروا رژيم په رسمیّت نشي پیژندلی .
د یمن دانصار ا... غورځنګ ویندوي وئيلي دي ،دیمن ولس هماغه راز له فلسطینه په ملاتړ کې پرخپلو دریځونو او له نیواکګر دښمن سره داړیکو د عادی کولو پر ردولو ټينګار کوي،او دصهیونیسټانو په مقابل کې د سم دریځ نیونې په دلیل د سعودي تیریګرو سره په جنګ بوخت دي .