د فلسطین کورواکه تشکیلات د امریکا دباؤنو ته نه تسلیمیږي
له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو په عادي کولو کې دمتحده عربی اماراتو او بحرین بې شرمه او سپیر ۀ اقدامات په اسلامی نړۍ کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي .
د فلسطین دفتح غورځنګ مرستیال مشر محمود العالول نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د امریکا له حکومت سره د خبرواترو لپاره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو پر مشر محمود عباس ډير دباؤنه شته ، خو هغه دغو دباؤنو ته غاړه نه کیږدي .
العالول ددې خبرې په کولو سره چې د فتح غورځنګ مشران به په راتلونکو شپو ورځو کې د حماس غورځنګ له مشرانو سره د دوواړخیزو خبرواترو په چوکاټ کې لیده کاته وکړي ،ووئيل ،د فلسطینی ملت د منزوي کولو لپاره به په نیواکي فلسطین کې د امریکا دسفیر ډیویډفریډمن هیله پوره نشي ، ځکه عربی ملتونه دفلسطین له ولس سره ولاړ دي .
له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو په عادي کولو کې دمتحده عربی اماراتو او بحرین بې شرمه او سپیر ۀ اقدامات په اسلامی نړۍ کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي .