ملګری ملتونه او یمن پرضد دوه زره ورځنې جنګ
لومړې دلیل دا دې چی په اساسی توګه ملګرو ملتو د یمن پرضد په جنګ کې د یوه بی پلوه میانځګړی په توګه رول ونه لوبوه . بی پلوی میانځګړې باید په لومړی ګام کی د جنګ د ختمولو هڅه وکړی ، خو ملګرو ملتود نښتې له ختمولو پرته کوشش وکړ د یمن سیاسی نظم برابر کړی . هغه نظم چی نسخه یې له واشنګټن او ریاض راوتلی وه .
د یمن جنګ له دوه زروورځو هم واوښته .د دغه جنګ محسوسه نتیجه په یمن کې د سترې انسانی غمیزې رامینځته کیده ده . مهمه پوښتنه دا د ه چی ملګری ملتونو په دغو ۲۰۰۰ ورځو کې چی له جنګه تیریږی څرنګه عمل کړې دې ؟
د ملګر ملتواداره د نړیوال نظم مهمه نړیواله لوبغاړۍ ده او د دغې ادارې اصلی دنده د سولې او امنیت رامینځته کول ، ساتل او پراخول دی . د یمن پرضد د سعودی ایتلاف جنګ د ۲۰۱۵ میلادی کال د مارچ له ۲۶ نیټې پیل او اوس چی ترې څه د پاسه دوه زره ورځې تیرې شوي دي او د پاې کوم لرلید یې نه لیدل کیږی ، په دې معنا ده چی ملګری ملتونه تراوسه ندی توانیدلی خپل اصلی ماموریت یعنی په یمن کی د سولې رامینځته کول او نښتوختمول ترسره کړی .
د یمن پرضد د سعودی ایتلاف له جنګ راهیسې تراوسه ملګرو ملتو د یمن په چاروکې درې استازی درلودلی دي . دا چی په دغه موده کی یمن پرضد نه یوازې جنګ ختم نشو بلکې سختوالې یې هم ندې کم شوې ، ښی چی د یمن په چارو کی د ملګرو ملتوځانګړی استازی په خپل ماموریت کی بریالی نه وو چی په دې اړه یو لړ دلایل موجود دي .
لومړې دلیل دا دې چی په اساسی توګه ملګرو ملتو د یمن پرضد په جنګ کې د یوه بی پلوه میانځګړی په توګه رول ونه لوبوه . بی پلوی میانځګړې باید په لومړی ګام کی د جنګ د ختمولو هڅه وکړی ، خو ملګرو ملتود نښتې له ختمولو پرته کوشش وکړ د یمن سیاسی نظم برابر کړی . هغه نظم چی نسخه یې له واشنګټن او ریاض راوتلی وه .
په همدې لړ کې په ایران کې د یمن سفیر ابراهیم الدیلمی له تیری ګر ایتلاف په پلویتوب د ملګرو ملتو د استازی مارتین ګریفیتس په تورنولو سره وویل هغه هیڅکله یو بې پلوه میانګړې نه دې د هغه دریځونه د برتانیه والو په شان دي او دا بهیر د جنګ د اوږدیدا سبب شوی دی .
بله مهم دلیل دا چی ملګری ملتوږنه له هیوادونو په تیره بیا سترو قدرتونو خپلواکه موجودیت نلری . دغه اداره په تیره بیا له سیاسی او مالی نظره زیات اړوند والې لری . هغه یوازنې کار چی دغه ادارې د یمن پرضد د عربستان په ۲۰۰۰ ورځنی جنګ کی وکړل ، د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ کونکیو په تور لیسټ کې د عربستان نوم شامل کړ ، خو همدغه اقدام هم پاتی نشو او ملګری ملتونو د امریکااو څو نورو عربی پانګه والو هیوادونو د سیاسی دباو او مالی دباو لاندې په نهایت کې مجبوره شو چی د عربستان نوم له دغه لیسټه وباسی .
همدغه وضعیت ته په پام سره د یمن د انصار ا... غورځنګ د سیاسی دفتر عمومی منشی فضل ابوطالب په همدې مناسبت یعنی د یمن له جنګه د ۲۰۰۰ ورځو د تیریدا په ارتباط په صنعا کې د سیاسی ډلو او ګوندونو په پرتاخه غونډه کې وویل په یمن تیرې او د دغه هیواد کلابندۍ د ملګرو ملتو او نړیوالو ادارو په ملګرتیا سره دوام لری چی دغه ملګرتیا تیری ګر د خپلوبشری ضد جنایتونو او جنګی جنایتونوترسره کولو ته لمسولي دي .
په حقیقت کې د ملګرو ملتو ناکارندوالې د یمن د جنګ په اوږدیدا کې مهم عامل دې .