سعودي عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93322-سعودي_عربستان_په_یمن_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون د یمن په صعده ، صنعا ، مارب او الجوف ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې وکړې چې له کبله یې یو(۱) ماشوم وژل شوي او د دوو (۲)میرمنو او د یوه(۱)ماشوم په شمول شپږ (۶)نور کسان ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2020 02:09 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون د یمن په صعده ، صنعا ، مارب او الجوف ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې وکړې چې له کبله یې یو(۱) ماشوم وژل شوي او د دوو (۲)میرمنو او د یوه(۱)ماشوم په شمول شپږ (۶)نور کسان ژوبل شوي دي .

د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل شپږ(۱۰۶) ځله د اووربند خلاف ورزیانې کړي دي .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵میلادي کال راهسې د یمن د مظلومو خلکو پرضد د ځمکې ، هوا او سمندر لارې بریدونو او کلابندۍ ته دوام ورکړی او تراوسه یې څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په لسګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونو نور کډوال کړي هم دي .