سعودي پوځي ائیتلاف ۲۶۵ځله د اوربندخلاف ورزۍکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93478-سعودي_پوځي_ائیتلاف_۲۶۵ځله_د_اوربندخلاف_ورزۍکړي
د یمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې د ۲۰۱۸کال د دسمبر له اتلسمې نیټې د ریاض دپلاوي او له صنعاء دلیږدول شوي پلاوي ترمینځ په سویډن کې په یوې موافقې کې اوربند پيل شوی ، خو سعودي ائيتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي او نړیوال اورګانونو او ادارو ورباندې سترګې پټې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2020 03:13 Asia/Kabul
  • سعودي پوځي ائیتلاف ۲۶۵ځله د اوربندخلاف ورزۍکړي

د یمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې د ۲۰۱۸کال د دسمبر له اتلسمې نیټې د ریاض دپلاوي او له صنعاء دلیږدول شوي پلاوي ترمینځ په سویډن کې په یوې موافقې کې اوربند پيل شوی ، خو سعودي ائيتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي او نړیوال اورګانونو او ادارو ورباندې سترګې پټې کړي دي .

 ایرنا خبري آژانس راپور  ورکړی ، دیمن پوځ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي،  دسعودي تیریګرو او تالی څټو  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دیمن په لویدیځ  الحدیده ولایت کې ۲۶۵ ځله  د اور بند خلاف ورزي کړې ده .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دسعودي تیریګرو او دهغو پيّلو  ډلو په تیر شواروز کې د جنګي  ا لوتکو اوبې پيلوټه الوتکو او دغه راز  دتوغندیو او هاوانونو  په وسیله د یمن په خاورې کې یوځل بیا تورتم جوړ کړی او د الحدیده موافقط خلاف ورزي ئې کړې ده .