په یمن کې دسعودي ائيتلاف یوترټولو مهم پوځي مرکز آزاد شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93826-په_یمن_کې_دسعودي_ائيتلاف_یوترټولو_مهم_پوځي_مرکز_آزاد_شو
مارب سیمه د تیلو او ګیسو د اوصنائعو د شتون په دلیل او همداراز د ډيرو آبی سرچینو له امله ډيره مهمه اقتصادي سیمه ده او ورباندې مسلط کیدا د یمن د خلکو د اقتصادي مشکلاتو ستره برخه تامینولی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 12:47 Asia/Kabul
  • په یمن کې دسعودي ائيتلاف یوترټولو مهم پوځي مرکز آزاد شو

مارب سیمه د تیلو او ګیسو د اوصنائعو د شتون په دلیل او همداراز د ډيرو آبی سرچینو له امله ډيره مهمه اقتصادي سیمه ده او ورباندې مسلط کیدا د یمن د خلکو د اقتصادي مشکلاتو ستره برخه تامینولی شي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،  د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیتیو په ګډې اعلامیې  وئیل شوي دي ، د یمن په مارب لویدیځي سیمې کې ئې  د الاقرع  مهم پوځي مرکز د سعودي پيّلي ځواکونو له سپيرومنګولو آزاد کړی دی .

په راپور کې وئيل شوي دي  الاقرع  د مارب ولایت په لویدیځي برخې کې د سعودي تیریګر ائيتلاف  سره   د اړونده تالی څټو ځواکونو تر ټولو مهم پوځي مرکز  دی او دغه بریالیتوب هم   له :ماس پوځي مرکز سره نزدې  په  نجدالعتیق  سیمې کې  له دوو ورځنیو سختو نښتو وروسته ترلاسه شوی دی .

 د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  له تیرو دوو ورځو راهسې  د  الاقرع پوځي مرکز کلابند کړی  ؤ او سختو او کوټلو عملیاتو وروسته  ددغه مهم پوځي مرکز په سقوط پسې  د سعودي ائيتلاف ځواکونه د قوماندانانو  خپل ځواکونه په شا کړي دي .

 الاقرع د مارب ولایت لپاره  ډير مهم پوځي مرکز  دی او په نیول کیدا سره ئې  مارب ښار ته  له لویدیځي پلوه تلل قطعي شوي او یوازې د وخت  ټاکل پاتې دي . مارب سیمه د تیلو او ګیسو د  اوصنائعو  د شتون په دلیل  او همداراز د ډيرو آبی سرچینو له امله ډيره مهمه اقتصادي سیمه ده او ورباندې مسلط کیدا د یمن د خلکو د اقتصادي مشکلاتو ستره برخه  تامینولی شي .