اسرائيل دې د نوو ښارګوټو جوړول ودروي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94231-اسرائيل_دې_د_نوو_ښارګوټو_جوړول_ودروي
اروپائي اتحادئې په کرتو له اسرائيلو غوښتي دي، په بشپړ توګه دې د ښارګوټو جوړونې ودروي او د ۲۰۰۱کال له مارچ څخه جوړې شوي پُستې دې هم ونړوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2020 09:19 Asia/Kabul
  • اسرائيل دې د نوو ښارګوټو جوړول ودروي

اروپائي اتحادئې په کرتو له اسرائيلو غوښتي دي، په بشپړ توګه دې د ښارګوټو جوړونې ودروي او د ۲۰۰۱کال له مارچ څخه جوړې شوي پُستې دې هم ونړوي .

 زمونږخبریال راپور راکړ    د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست  مسئول  جوزف بورل  بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  د صهیونیسټ رژيم  د  نوو ښارګوټو له  جوړونې سره  د اروپائي اتحادئې د مخالفت  خبر ورکړی او  په دې اړه ئې کلکه اندیښنه څرګنده کړې ده .

 په دغې اعلامیې کې راغلي  دي ،  زه  په جیوات هاماتُس  سیمې کې د یوه نوي ښارګوټي د جوړولو لپاره د  څه دپاسه دولس سوه  کورونو  د جوړولو  د پيلولو په باب د  اسرائيلي چارواکو  په فیصلې سخت اندیښمن یم .

جیوات هاماتُس په نیواکي لویدیځي غاړې کې د بیت لحم  او  نیواکي قدس ترمینځ  واقع سیمه ده .

 ددغې اعلامیې په اساس اروپائي اتحادئې په کرتو  له اسرائيلو غوښتي دي،   په بشپړ توګه دې د ښارګوټو جوړونې ودروي  او د ۲۰۰۱کال له  مارچ څخه   جوړې شوي پُستې دې هم ونړوي . د ا موضوع هماغه شان  د اروپائي اتحادئې  یو چورلټ دریځ دی چې  دښارګوټو جوړول د نړیوالو قوانینو په اساس  غیر قانوني کار دی .

 صهیونیسټي وحشي رژيم  د فلسطنیانو د کورونو په  ورانولو  او  د دوي په مځکو کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو  په جوړولو سره  د فلسطنینو  سیمو د نفوسي  او جغرافیائي جوړښت په بدلولو او ددغو سیمو په صهیونیسټي کولو پسې  دی .