د افغانستان د سولې خبرې ځنډیدلي دي
زمونږخبریال وايي په قطر کښې د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې د دوو(۲) ورځو لپاره وځنډول شوې .
طلوع نیوز ټیلي ويژن هم د خبرو سرچینو په قول وویل طالبانو ډلې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي د اتویشت(۲۸) ماده ییزو وړاندیزونو په هکله د مشورې کولو لپاره دوه (۲) ورځې مهلت غوښتی دی .
خو په قطر کښې د طالبانو د پلاوي یو(۱) غړی وايي دغه دوه (۲) ورځې مهلت د کابل د حکومت او د دغه ډلې لخوا غوښتل شوی دی .
د مرکچي پلاویو کاري ډلو د سولې د خبرو اترو په هکله له دریو (۳) ورځو کوټلیو غونډو وروسته وړمه ورځ وویل په دې هکله یې یوشمیر وړاندیزونه چمتو کړي دي .
طلوع نیوز ټیلي ويژن زیاته کړه طالبانو دوه ویشت (۲۲)ماده ییز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت هم هم اتویشت(۲۸) ماده ییز وړاندیزونه مطرح کړي دي .
د افغانستان او طالبانو ډلې له تیرو میاشتو راهسې د بین الافغاني خبرو په چوکاټ او د کار د رودې د ټاکلو لپاره سلامشورې پیل کړي دي خو له امریکا سره د طالبانو ډلې موافقې او د حنفي مذهب د اساس ګرځولو په هکله د دغه ډلې ټینګار د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د یوې(۱) اجنډاپه هکله د موافقې مخه نیولي ده .
د قطر د تش په نامه د سولې د موافقې پراساس د طالبانو د بندیانو خوشي کیدل باید دوام ولري او د ملګروملتونو د بایکاټونو له فهرست څخه د دغه ډلې د قومندانانو نومونه دې لیرې کړې شي او د امریکا په مشرۍ خارجي عسکر دې له افغانستان څخه ووځي .