ایران په یمن کې د امریکا پر سفیر بندیز ولګوه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یمن کي د امریکا پر سفیر باندې بندیز ولګوه.
د ایران د اسلامي جمهورت د بهرنیو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: په یمن کې د امریکا سفیر کریسټوفر هنزل په دې هیواد کې د یمن د ولس په عام وژنه کې، د سعودي د تیری ګر له ائتلاف څخه په وسله ایز ملاتړ، پر یمن باندې د غیر انساني بندیزونو په لګولو، د یمن د تجزیې د هڅو او د یمن د سیاسي حل لاري په مخ کې د خنډ په جوړولو کې اساسي رول لوبولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کې ویل شوی: په سیمه کې د امریکا د ټروریستی اقداماتو او د بشري حقوقو د نقض سره د مقابلې د قانون پر اساس د ایران د اسلامي شورا د د مصوبې سره سم په یمن کې د امریکا سفیر د بندیزونو په لړلیست کې ځای موندلی دی.
د دې اعلامیې په دوام کې راغلې: د ډیسمبر د میاشتي د نهمي وروسته په یمن کې د امریکا سفیر به د یاد قانون پر اساس تحریم شي او ټولي اداري باید د دې بندیز د اغېزمنتیا په موخه اړین اقدامات تر سره کړي.
د امریکا د مالیې وزارت هم تېره ورځ په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر سفیر حسن ایرلو باندې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو سره د اړیکو په پلمه بندیز ولګوه.