صهیونیسټ رژيم سلطه غواړي هدفونه تعقیبوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95022-صهیونیسټ_رژيم_سلطه_غواړي_هدفونه_تعقیبوي
فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم په سوریې باندې د صهیونیسټ رژيم هوايي بریدونه په سیمه کښې د دغه رژیم د سلطه غواړي او د غلیمانه پلان په لړ کښې وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2020 02:15 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم سلطه غواړي هدفونه تعقیبوي

فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم په سوریې باندې د صهیونیسټ رژيم هوايي بریدونه په سیمه کښې د دغه رژیم د سلطه غواړي او د غلیمانه پلان په لړ کښې وبلل .

هغه د سوریې په خاوره باندې د صهیونیسټ رژیم  د پرون سهار حمله وغندله او ویې ویل دغه برید  د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د استعماري پلان په لړ کښې شوی دی .

د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم زیاته کړه د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅې د دغه رژیم د سلطه غواړي پلان نور هدفونه دي کوم چې د عربي هیوادونو د ملي ګټو  او د دوې د ملي امنیت پرضد چاره ده .

صهیونیسټ رژیم هم له امریکا ، ترکیې او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې کوي .