د عراق آزادي د ایران له ملاتړ پرته ممکنه نه وه
Jan 03, 2021 04:20 Asia/Kabul
د شهید ابومهدي المهندس لور منار جمال آل ابراهیم وویل: د ایران او د لبنان د حزب الله له ملاتړ پرته د عراق د مختلفو سیمو آزادي ناشونې وه.
منار جمال آل ابراهیم بیګا المیادین خبري چینل ته په مرکه کښې د الحشد الشعبي ځواک جوړول د عراق د آزادۍ لپاره مهم وبلل او ویې ویل: که د ایران ملاتړ او د شهید سردار سلیماني هلې ځلې نه وې نو حشد الشعبي ځواک به نه و جوړ شوی.
د عراق د الحشد الشعبي رضا کار ځواک د پخواني مرستیال مشر لور د خپل پلار او د سردار سلیماني د ټرور د کلیزې په ورځ په بغداد کښې د امریکې سفارت د وژلو او دسیسو د پلانولو مرکز وباله او د دغو دواړو شهیدانو خپل مینځي مینې ته په اشارې سهر یې وویل چې پلار به یې تل د حاج قاسم سلیماني په هکله اندیښمن و او تل به یې ځان مسئول ګڼه چې ورسره ووسي.
ټیګونه