امریکا د داعش رامینځ ته کوونکې او ملاتړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97800-امریکا_د_داعش_رامینځ_ته_کوونکې_او_ملاتړې_ده
د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د حضرت ابو الفضل العباس (ع) د زوکړي د کلیزي په مناسبت وویل: داسي شواهد راڅرګند شوي چي د عراق له زندانونو څخه د امریکایي استخباراتو له خوا د داعش د ترهګري ډلي د بندیانو د راخوشي کولو ښودنه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2021 04:03 Asia/Kabul
  • امریکا د داعش رامینځ ته کوونکې او ملاتړې ده

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د حضرت ابو الفضل العباس (ع) د زوکړي د کلیزي په مناسبت وویل: داسي شواهد راڅرګند شوي چي د عراق له زندانونو څخه د امریکایي استخباراتو له خوا د داعش د ترهګري ډلي د بندیانو د راخوشي کولو ښودنه کوي.

سید حسن نصرالله د دې په بیانولو سره چي امریکا د داعش رامینځ ته کوونکې او ملاتړې ده وویل: د امریکا استخباراتي ادارې د نورو هیوادونو د فوځیانو او د ولسونو د ړنګولو لپاره له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.

د لبنان د حزب الله مشر په وروستیو ورځو کې د القاعدې سره د امریکې د استخباراتو د اړیکو په اړه د یمنیانو څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړه: ورځ تر بلي نړۍ ته دا خبره روښانه کیږي چي ترهګري ډلي د چا له خوا رامینځ ته شوي او څوک ورڅخه ملاتړ کوي.

هغه په لبنان کې هم د روانو کړکېچونو لامل امریکا وباله او د دې هیواد سرپرست لومړي وزیر سعد حریري ته سپارښتنه وګړه چي د یوې داسي پیاوړې ادارې د رامینځ ته کولو لپاره هڅه وکړي چي د ستونزو د حل وړتیا ولري.