امریکا د ځوړتیا په حال کښې ورغلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98348-امریکا_د_ځوړتیا_په_حال_کښې_ورغلي_ده
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ مشر حسن نصر الله وویل امریکا نور د تیر وخت په شان نه ده بلکې د ځوړتیا په حال کښې ده او اسرائیل هم د خپلو اربابانو په شان د ځوړتیا او د دړې وړې کیدا په لور حرکت کوي او دا داسی شی دی چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای ورباندې ټینګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2021 01:41 Asia/Kabul
  • امریکا د ځوړتیا په حال کښې ورغلي ده

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ مشر حسن نصر الله وویل امریکا نور د تیر وخت په شان نه ده بلکې د ځوړتیا په حال کښې ده او اسرائیل هم د خپلو اربابانو په شان د ځوړتیا او د دړې وړې کیدا په لور حرکت کوي او دا داسی شی دی چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای ورباندې ټینګار کړی دی .

حسن نصر الله پرون مازیګر د لبنان د مسلمانو د علماو د ټولنې د امنا پلاوي د مشر شیخ القاضي احمد الزین د تلین د مراسمو په مناسبت وویل شیخ احمد الزین تل د فلسطین د ایډیل ملاتړ وکړ او هغه  د فلسطین د ایډیل د له مینځه تلو لپاره د هرې ډول هڅې مخالف و او مقاومت د فلسطین د ازادۍ لپاره یوازنی امید دی .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ د مقاومت چورلیز د تاریخ ترټولو سخت او خطرناک پړاو کچ کړ او د ګواښونو په مقابل کښې یې جدي اقدامات وکړل او خپل وسونه یې پیاوړي کړل او اسرائیل د مقاومت د قدرت په زیاتیدا اندیښمن دی او د جنګ ګواښ کوي په داسې حال کښې چې له جنګ څخه ویریږي .

هغه په یمن کښې د سولې د خبرو په هکله وویل دوکه ورکونکي رسنۍ هڅه کوي سعودي عربستان مظلوم وښيي او دا ډول وبریښوي چې عربستان د سولې غوښتونکی دی او انصار الله غورځنګ سوله ردوي خو په یمن کښې د جنګ د ختمولو لپاره د سعودي عربستان نوی پلان د یمن پرضد نوی رسندوي جنګ دي .

حسن نصر الله وویل د یمن پرضد جنګ له شیعه او سني فرقې سره هیڅ اړه نلري بلکې د امریکا د هدفونو او د سیمې لپاره د واشنګټن د پلانونو په خدمت کښې دی  او د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د چورلیز په لاس کښې اخري پاتې وسله په سیمه کښې د فتنې رامینځته کول او په دغه سیمه کښې د موجودو جنګونو فرقه اي کول دي .