د ایران بریالیتوب د مقاومت د چورلیز بریالیتوب دی
المنار ټیلي ویژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم اټومي تړون ته د امریکا ورستنیدل د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ستر بریالیتوب وباله .
هغه بیګا وویل کله چې د ایران اسلامي جمهوریت اټومي موافقې ته د امریکا په بیرته ستنیدا کښې بریالی کیږي نو ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی دی او د ایران لپاره هرډول بریالیتوب د مقاومت د چورلیز لپاره د بریالیتوب په معنا دی .
شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ اټومي تړون احتمالا د خپلې لارې د کچ کولو لپاره کابو دوو (۲) میاشتو ته ضرورت لري او امریکا هغه له نه موافقې بهتره ګڼي .
د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په هیواد کښې د نوي حکومت د جوړیدا او د حزب الله د دریځ په هکله هم وویل د مقاومت چورلیز په هغو ډلو کښې شامل دی چې د حکومت د جوړیدا کوشش کوي او تل د لیدتوګو د نږدې کولو هڅه کوي .