له عراقه د امریکائی عسکرو د ویستلولپاره تخنیکي پوځي کمیټي جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99116-له_عراقه_د_امریکائی_عسکرو_د_ویستلولپاره_تخنیکي_پوځي_کمیټي_جوړیږي
 د عراق لومړي وزیر  په سیمې کې ددغه هیواد پر  اهمیّت په ټينګار سره وئيلي دي ،عراق  یو هغه هیواد دی چې  توانیدلی ترهه ګرۍ ته ماته ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 01:46 Asia/Kabul
  •  له عراقه د امریکائی عسکرو د ویستلولپاره تخنیکي پوځي کمیټي جوړیږي

 د عراق لومړي وزیر  په سیمې کې ددغه هیواد پر  اهمیّت په ټينګار سره وئيلي دي ،عراق  یو هغه هیواد دی چې  توانیدلی ترهه ګرۍ ته ماته ورکړي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي  پرون په یولړ څرګندونو کې  له دغه هیواده  دامریکائي پوځیانو د وتلو د لارو چارو  او د وخت دټاکنې په خاطر  دیوې پوځي کمیټې  جوړیدا ته په اشارې سره  وئیلی دي ،توانیدلي یوو  دترسره شوو مشورو  او  قانوني اقداماتو  دترسره کیدا له لارې ،  د نړیوال  ائيتلاف  دځواک دشاتګ لپاره  یو مشخص  وخت وټاکو .

 هغه په دوام کې وئيلي دي ، دا چاره  د داعشي پاتې شونو سره په مقابلې کې د امنیتی دندو د ترسره کولو په خاطر  دعراقي ځواک  په لازیات چمتووالي پسې ترسره  شوې ده .

 الکاظمي  په دوام کې   هغو اړتیاؤ او چیلنجونو ته په اشارې سره چې  تر دې دمه رابرسیره شوي ، وئیلي دي ،  دغه ضرورتونه  هم سوکه سوکه ختمیږي ،څو  دمسئولیّتونو   د په غاړه اخستو لپاره  لازیات چمتووالی  ولرل شو .

 د عراق لومړي وزیر  په سیمې کې ددغه هیواد پر  اهمیّت په ټينګار سره وئيلي دي ،عراق  یو هغه هیواد دی چې  توانیدلی ترهه ګرۍ ته ماته ورکړي .