د طالبانو د مشرانو اختلاف د سولې خبرې مشکلې کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر لوړرتبه سلاکار شاه حسین مرتضوي ټینګار وکړ د طالبانو ډلې په مشرانو کښې اختلاف او ډله ډله کیدا د هیواد د سولې خبرې اترې ستونزمنې کړي دي .
مرتضوي په خپلو څرګندونو کښې د جنګ او د نښې د ختمولو لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د سولې د خبرو اترو د بهیر په هکله وویل حاضردمه په قطر کښې د طالبانو د مشرانو او په افغانستان کښې د جنګ په میدان کښې د جنګیالیو ترمینځ هیڅ غږملتیا نشته .
د افغانستان د ولسمشر لوړرتبه سلاکار شاه حسین مرتضوي دې ته په اشارې سره چې د طالبانو ډلې مشران د هیواد د سولې د خبرو اترو لپاره ګډ پروګرام او پلان نلري وویل د فیصلو د ترسره کولو د مرکزونو شمیر او د طالبانو د اصلي مشر پټیدا مشکلات زیات کړي دي .
ټاکل شوي ده چې د افغانستان د جنګ د ختمیدا لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې د اپریل د میاشتې په څلرویشتمه (۲۴) نیټه د ترکیې په استانبول ښار کښې وشي .
خو طالبانو ډلې ویلي دي تر هغه وخته چې په افغانستان کښې خارجي عسکر وي په دغو خبرو کښې ګډون نه کوي .