د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې اور لګیدلی
زمونږ خبریال وايي صهیونیسټ رسنیو په نیواکي فلسطین کښې بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د پراخ اور د لګیدا خبر ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم دیارلسم(۱۳) ټیلي ويژ نن بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د پراخ اور د لګیدا خبر ورکړ او ویې ویل اور وژونکي ډلې د پیښې ځاې ته نږدې له زیتان صهیونیسټ میشته ښارګي څخه د خلکو نورو سیمو ته د انتقالولو په حال کښې دي .
یدیعوت احارانوت صهیونیسټي ورځپاڼې هم په یوه(۱) بیړني خبر کښې د دغه اور او د پیښې ځاې ته د نږدې کورونو خالي کیدا ته په اشارې سره وویل د دغه خبر تر تنظمیدا پورې اور وژونکي ډلې نه دي توانیدلي دي چې اور مړ کړي .
تراوسه د بن ګوریون د هوايي ډګر د اور د لګیدا دلیل نه دی اعلان شوی او نور تفصیل یې هم نشته او یوازې په اینټرنیټ پاڼو کښې د دغه اور لومړني عکسونه د بیا بیا خپریدا په حال کښې دي .
تیره اونۍ هم د نیواکي فلسطین په جنوب کښې په «النقب» دښتې کښې د ډیمونا اټومي بټۍ په شاوخوا کښې د خطرې ټلۍ وهل شوي وې .