-
غزه دقدس او لویدیځي غاړې د یهودي کیدا په وړاندې بې پروانه ده
Oct 07, 2022 02:46د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي ووئيل قدس دمونږ په تمه دی او یوه ورځ به راورسیږي چې دفلسطین ولس به د خداوندمتعال په مرستې سره الاقصی جومات ته واردشي.
-
د سعودي ائتلاف د تېریو په دوام سره به د تیری ګرو تیلې تاسیسات په نښه کړو
Oct 06, 2022 11:56د انصارالله دغورځنګ سیاسي دفتر خبرداری ورکړ چي که سعودي عربستان او ورسره ملګرې هیوادونه د یمن محاصرې ته دوام ورکړي او د یمن د خلګو د پر حق غوښتنو ځواب نه ووایي نو مونږ به د امارات او سعودی تیلي تاسیسات په نښه کړو.
-
یمن په اماراتواوعربستان کې پانګوالو ته خبرداری ورکړ
Oct 06, 2022 01:38د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه ټویټری پیغام کې په متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان کې پانګوالو شرکتونو ته خبرداری ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې له دغو هیوادونو ووځی.
-
د انګریزلومړنۍ وزیرې څرګندونې دبالفور اعلامیې دجنایت دوام دی
Oct 05, 2022 12:35ابوزهری زیاته کړې ده ،دغه شان څرګندونې د مونږ دهغې ملی موضوع په ضد د انګلستان دجنایتونو په دوام کې دي چې له سل کاله مخکې څخه د بالفور په اعلامیې سره پیل شوي دي.
-
د یمن د اوربند نه تمدیدا ناهیلۍ کونکی دی
Oct 05, 2022 02:09ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي تیریګر ائتلاف له کارړنګونو وروسته په یمن کښې د اوربند د موافقې له بیا نه تمدید کیدا او په تیرو وختونو کښې د سعودي عربستان لخوا د اوربند د موافقې له خلاف ورزیو وروسته د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند د دغه مسلې په هکله ناهیلي او خواشیني څرګنده کړه.
-
عراق د ایران او د عربستان خبرو اترو ته چمتو کیږي
Oct 05, 2022 01:59ایرنا خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د خبرو اترو د نوي پړاو د ترسره کولو لپاره د بغداد د چمتووالي خبر ورکړ.
-
په یمن کې د اور بند د ناکامیدا دلیلونه،پایلې او د سعودیانو لالهاندي
Oct 04, 2022 12:31په یمن کې د جنګ اوربند له دوه ځله تمدیدیدا وروسته نهایتا له ماتې سره مخ شو او لوري د اوربند په تمدیدیدا کې سره پخلا نه شول.
-
په یمن دتیری کونکوبندرونه او تیلی شرکتونه د توغندیوپه شیشت کې دي
Oct 03, 2022 11:04د یمن د لوړې سیاسی شورا په اعلامیې کې دکشتیو هغو ټولو شرکتونو ته چې غواړي کشتۍ ئې په تیریګرو هیوادونو کې د تیلی شرکتونو په لور حرکت وکړي ،خبرداری ورکړ چې دخطرې له کرښو دې لیرې ووسي.
-
فلسطینیانو په صهیونیسټانو ډیر بریدونه کړي
Oct 03, 2022 01:59ایرنا خبري اژانس وايي صهیونیسټي رسنیو بیګا راپور ورکړ چې په تیرې سپتمبر میاشت کښې د فلسطیني مبارزانو لخوا په صهیونیسټانو پینځه اویا ځله ډزې شوي دي.
-
مقاومت د اسرائیلو د ایستلو لپاره یوازنۍ لاره ده
Oct 02, 2022 08:55ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل مقاومت د فلسطین له خاورې د نیواکګرو د شړلو یوازنۍ لاره ده.