عراق د ایران او د عربستان خبرو اترو ته چمتو کیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د خبرو اترو د نوي پړاو د ترسره کولو لپاره د بغداد د چمتووالي خبر ورکړ.
هغه پرون د ایران او د عربستان د خبرو اترو په هکله وویل مونږ د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ په لوړه سویه د کتنې د ترسره کیدا هڅه کوو او عراق د خبرو اترو د نوي پړاو د کوربه توب لپاره د شرایطو د برابرولو په حال کښې دی.
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په بغداد کښې د ایران او د عربستان ترمینځ مخکنیو غونډو ته په اشارې سره په دغه ټکي ټينګار وکړ چې په پخوانیو غونډو کښې خبرې اترې د دواړو هیوادونو ترمینځ د باور د جوړونې سبب شوې او دواړو لورو له یوبل سره ډیر ګډ ټکي پیدا کړي دي.
لومړي وزیر کاظمي دغه راز وویل د عراق له انتخاباتو وروسته سیاسي ګوندونو له بده مرغه عاقلانه عمل ونکړ او قانون اجرا نشو او علت یې دا و چې سیاسي ځواکونه د ډیموکراسۍ په حقیقي ارزښتونو ایمان نلري او دغه ارزښتونه هغه نوی شی دی چې د هیواد سیاسي پرګنې تراوسه ورسره عادتې نه دي شوي.
هغه وویل شخصي اختلاف د عراق په سیاسي ډګر کښې په یوه محرک انجن بدل شوی او د سیاسي اختلافاتو ستره برخه د شخصي شخړو له کبله ده.