مقاومت د اسرائیلو د ایستلو لپاره یوازنۍ لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121760-مقاومت_د_اسرائیلو_د_ایستلو_لپاره_یوازنۍ_لاره_ده
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل مقاومت د فلسطین له خاورې د نیواکګرو د شړلو یوازنۍ لاره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2022 08:55 Asia/Kabul
  • مقاومت د اسرائیلو د ایستلو لپاره یوازنۍ لاره ده

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل مقاومت د فلسطین له خاورې د نیواکګرو د شړلو یوازنۍ لاره ده.

اسماعیل هنیه د ابو رعد خازم له کورنۍ سره په ټیلي فوني تماس کښې د هغه د زوي عبدالرحمن د شهادت په مناسبت چې د دغه کورنۍ دوهم شهید شوی زوی دی وویل دغه کور د شهادت، د سرشیندنې او د ځان قربانولو کور دی.

هغه ډاګینه کړه دغه وینې او سرشیندنې به هیڅکله ضایع نشي او د فلسطین ملت د ازادولو په لاره کښې حرکت کوي.

په نیواکي قدس ښار کښې د حماس غورځنګ ویاند محمد حماده هم ټینګار وکړ په جنین ، نابلس او د لویدیځې غاړې په ټولو ښارونو کښې پیښې او اتلواله اقدامات د مقاومت د روح د شتون لپاره تر ټولو ښه ګواه دی.

څه موده مخکې په جنین ښارګي باندې د اسرائیلو د پوځیانو د یرغل په وخت کښې د احمد علاونه ، د عبدالرحمن خازم ، د محمد محمود براهمه او د محمد ابو ناعسه په نومونو څلور فلسطینیان شهیدان او څلورڅلویښت نور ژوبل شوي وو.

د اسرائیلو نیواکګر رژيم  له تیرو څو کلونو راهسې د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو، د اردن د  امریکا ،د بریتانیا ، د فرانسې او د جرمني په شمول د هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د فلسطینیانو وژلې ته دوام ورکړی او هره ورځ فلسطینیان شهیدوي او د هغوې کورونه او کروندې ورانوي.