د قدس په نړیواله ورځ د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100052-د_قدس_په_نړیواله_ورځ_د_صهیونیسټانو_جنایتونه_وغندل_شول
د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس عمومي منشي د قدس په خونړۍ نړیوالې ورځ د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو سره د اسرائیلو د جعلي رژیم د جنایتونو د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 02:55 Asia/Kabul
  • د قدس په نړیواله ورځ د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل شول

د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس عمومي منشي د قدس په خونړۍ نړیوالې ورځ د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو سره د اسرائیلو د جعلي رژیم د جنایتونو د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه.

د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس عمومي منشي د قدس په خونړۍ نړیوالې ورځ د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو سره د اسرائیلو د جعلي رژیم د جنایتونو د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه.

حسین امیر عبداللهیان د قدس په نړیوالې ورځې په مسجدالاقصی کښې د فلسطین د روژتي ولس خلاف د قدس په خونړۍ نړیوالې ورځې د صهیونیسټانو د وروستي جنایت په غندلو سره د اسرائیلو د جعلي او ترهګر رژیم د جنایتونو د سمدستي بندیدو او د دغو تیریو د غندل کیدو او د بشري حقوقو د سیسټماټیکې خلاف ورزۍ د ختمیدو غوښتونکی شو.

هغه د نړیوالو ارګانونو، بین المللي پارلیماني ټولنو او د ملګرو ملتو انساني او حقوقي مسئولیت ته په اشارې سره د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د فوري بندیدو غوښتنه وکړه.

د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس عمومي منشي د قدس د انتفاضې د لمبو غرغنډه کیدل خپلو روا حقوقو ته د رسیدو لپاره د فلسطیني ولس د مبارزو او هوډ یوه بله پاڼه وبلله او په دې حساس پړاؤ کښې فلسطیني ولس او مبارزانو ته یې مرسته رسول ډیر مهم او ضروري وبلل.

امیر عبداللهیان له اسلامي ټولنو په تیره بیا له اسلامي او آسیايي بین المجالسه غوښتنه وکړه چې د قدس او مسجدالاقصی مسئلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یاده دې وي چې خبري سرچینو وړمه شپه په مسجدالاقصی کښې په فلسطیني لمونځ کونکو باندې د صهیونیسټو پوځیانو د حملې خبر ورکړی دی.