فرانسې له بریتانیا څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100104-فرانسې_له_بریتانیا_څخه_د_غچ_اخیستلو_ګواښ_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې د حکومت ویاند وویل که چیرې بریتانیا ونشي کولای له برګزیټ وروسته د کب نیونکې حقونو ته اړونده موافقې عملي کړي فرانسه ممکنه ده چې د انګلستان په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ترسره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2021 00:50 Asia/Kabul
  • فرانسې له بریتانیا څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې د حکومت ویاند وویل که چیرې بریتانیا ونشي کولای له برګزیټ وروسته د کب نیونکې حقونو ته اړونده موافقې عملي کړي فرانسه ممکنه ده چې د انګلستان په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ترسره کړي .

د فرانسې د حکومت ویاند ګابریل اتال وویل مونږ غواړو موافقې رعایت شي او که چیرې دغه موافقې رعایت نشي مکمنه ده پاریس غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي .

د جرسي جزیرې په شاوخوا اوبو کښې د کبانو د نیولو د حق په هکله د فرانسې او د بریتانیا ترمینځ تاوتریخوالي زیات شوي او د فرانسې کب نیونکي د بریتانیا لخوا د کبانو د نیولو د اجازه لیک د نه ترسره کولو په وجه اعتراض لري .

د فرانسې د کب نیونکو په اعتراض سره د پاریس حکومت تیره اونۍ جرسي جزیرې ته چې د  انګلستان ده  د بریښنا د غوڅولو ګواښ وکړ دغه جزیره د فرانسې سرحدونو ته نږدې پرته ده .

بریتانیا هم په مقابل کښې سیمې ته دوې (۲) جنګي کشتۍ استولي ده چې د فرانسې د کب نیونکو لخوا د دغه جزیرې د کلابندۍ مخه ونیسي .