صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو خلاف فاسفورسي بمونه استعمالوي
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د امریکې په خنډ اچونو باندې په نیوکې سره وویل: صهیونیسټي رژيم جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د غزې د اوسیدونکو خلاف یې حتی له فاسفورسي بمونه کار اخیستی دی.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په امنیت شورا کښې د امریکې دریځ چې د دغه هیواد د ولسمشر جوبایډن د سیاسي شعارونو په اپوټه دی، وغنده.
د فلسطین د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: د امنیت شورا مسئول چارواکي د یو نیواکګر قدرت په توګه د اسرائیلو د رژیم اقدامات د ځان دفاع نوموي خو آیا دا بوږنونکي جنایتونه، د ماشومانو وژل او په فلسطینیانو باندې د هغوي د کورونو ورانول، د ځان دفاع ده؟