په غزې تړانګې کې بوږنونکي انساني غمیزه په رامینځةکیدا ده
دغه راز روئيټرز خبری آژانس هم راپور ورکړی، د غزې د عامو خلکو د وژلو په وړاندې د جوزف بایډن دحکومت دکړچار په نسبت د امریکا د خلکو غوسه هم په راپاریدو ده .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې دفلسطین په غزې تړانګې کې د انساني حالاتو د خرابیدو په باب پخپل یوه وروستی راپور کې لیکلی دي د عامو فلسطنیانو دمرګ ژوبلو زیاتیدا او همداراز د کنډوالو او ویجاړیدا پراخوالي ، دغزې تړانګه له ستر انساني ناؤرین سره لاس او ګریوان کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې غزې تړانګه له دې مخکې هم د اسرائيلو له خوا دبشپړ کلابندۍ په دلیل له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ وه .
په دغه راپور کې راغلی دي ، په غزې د اسرائيلو په بې آمانه حملو کې اولس روغتونونه اوکلینیکونه او همداراز له کرونائي ویروس سره دمقابلې یوازینۍ آزمیښت ځاي هم په کنډوالو بدل شوي دي . په دغو بمباریو او بې آمانه یرغلونو کې د اوبو پایپ لاینونه تباه شوي او کابو شپږ لکه محصیلین اوزده کونکو خپل درسونه له لاسه ورکړي دي .
داپه داسې حال کې دي ، چې وحشي صهیونیسټي رژيم هماغه شان د اور بند دټينګیدا لپاره له نړیوالو غوښتنو سره سره ، د فلسطین دبې څوکه او مظلوم ولس په ضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي .
وروستي راپورونه ښئ چې د جنایتکار او تیریګر وحشي صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو اوحملو کې تر بیګا پورې کابو دوه سوه یو دیرش فلسطنیان شهیدان او کابو دوه نیم زره نور ټپیان شوي چې په شهیدانو اوټبیانو کې زیاتره ماشومان او ښځې هم ترسترګو کیږي .
دغه راز روئيټرز خبری آژانس هم راپور ورکړی، د غزې د عامو خلکو د وژلو په وړاندې د جوزف بایډن دحکومت دکړچار په نسبت د امریکا د خلکو غوسه هم په راپاریدو ده .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دامریکا ولسمشر جوبایډن دیوه هغه مهم ایالت په توګه میشګان ته په سفر کې چې د ولسمشر په توګه دهغه په ټاکل کیدا کې ئې ډير رول درلودلی دی ، په لویدیځي آسیا کې د تاؤتریخوالو په اړه دهغه دحکومت د غبرګون په سر ددغه ایالت د خلکو له سختې غوسې او کرکې سره مخامخ شوی دی .
په دغه راپور کې همداراز روښانه شوې ده ، جوبایډن دمیشګن ایالت په ډيربورن کې دفورډ انجن دشرکت دتاسیساتو دلیدو په وخت ، پر فلسطینیانو د اسرائیلو د بې آمانه حملو په وړانډې د هغه دحکومت دغبرګون په دلیل له سختې غوسې او کرکې سره مخ شوی او موجودو خلکو پرې د هوو، چغې وهلي او هغه ته د رایو په ورکولو پښمانه شوي دي .