غزه کښې اوربند وشه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100568-غزه_کښې_اوربند_وشه
د صهیونیسټي رژیم کابینې د شپې له دوو بجو څخه په غزې تړانګې کښې د اوربند له ټینګښت سره موافقه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2021 00:48 Asia/Kabul
  • غزه کښې اوربند وشه

د صهیونیسټي رژیم کابینې د شپې له دوو بجو څخه په غزې تړانګې کښې د اوربند له ټینګښت سره موافقه وکړه

د صهیونیسټي رژیم کابینې د شپې له دوو بجو څخه په غزې تړانګې کښې د اوربند له ټینګښت سره موافقه وکړه

المیادین خبري چینل د صهیونیسټي رسنیو له قوله خبر ورکړی چې د اسرائیلو کابینې بیګا په یوې درې ساعتیزې غونډې کښې په جمع له اوربند سره موافقه وکړه.

دغه اوربند د شپې له دوو بجو څخه اجرا شوی دی.

د اوربند مصر ي چارواکو په غزې کښې فلسطیني ډلو ته د اوربند خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې د نیواکي ټاټوبي مختلف ښارونه په دې وروستیو کښې د فلسطینیانو د مقاومت له نوي پړاؤ سره مخامخ شول. د نیواکي بیت المقدس په ختیځه برخه کښې د شیخ جراح سیمې د نیولو او ورانولو لپاره د صهیونیسټي رژيم اقدامات د نښتو د نوي پړاؤ سبب شول چې دوام یې د صهیونیسټانو په جنایتونو باندې د نړیوالو اعتراضونو سبب شو.

نیواکګرو صهیونیسټو پوځیانو د تیرې اونۍ له دوشنبې یعنې د مۍ میاشتې له لسمې نیټې څخه د غزې د تړانګې او فلسطینیانو خلاف بوږنونکې حملې او تیري پیل کړل چې له امله یې د ۶۵ ماشومانو، ۳۹ ښځو او د ۱۷ تنو بوډاګانو په شمول ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱ زر ۷ سوه ۱۹ تنه نور زخمي شوي دي.