د اساسي قانون ساتندویه شورا:
صهیونیسټانو ته یوه بله سخته ماتې ورکړې شوه
د ایران د اساسي قانون شورای نګهبان په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې د غاصب صهیونیسټي رژیم د بدماشیو په وړاندې د فلسطین د مظلومو خلکو اودریدونې او مقاومت دغه جعلي رژیم ته یو ځل بیا یوه درنه ماتې ورکړه
د ایران د اساسي قانون شورای نګهبان په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې د غاصب صهیونیسټي رژیم د بدماشیو په وړاندې د فلسطین د مظلومو خلکو اودریدونې او مقاومت دغه جعلي رژیم ته یو ځل بیا یوه درنه ماتې ورکړه
د اساسي قانون ساتندویه شورا پرون په یوه خبرپاڼه کښې په ۱۲ ورځني جنګ کښې په صهیونیسټي رژیم باندې د فلسطین د خلکو د بري مبارکي وویله.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي: مقاومت د صهیونیسټي رژیم د وروستیو جنایتونو او جنګ جوړونو په وړاندې د فلسطین د اسلامي مقاومت ستره بریا رامینځته کړه او غاصب صهیونیسټي رژیم یې یو ځل بیا شاتګ او ماتې ته مجبور کړ.
د ایران د اساسي قانون د شورای نګهبان په بیانیه کښې هم داشان لولو چې د فلسطین د مظلومو مسلمانانو اتلانه دفاع، اودریدنه او د ستاینې وړ مقاومت د صهیونیسټانو او د هغوي د ملاتړو له پخوا ډیره ناتواني ثابته کړه او د فلسطین د خلکو دا ستر بریالیتوب په باطل باندې د حق د بري په لړ کښې د خدای تعالی د ژمنې زیری دی.