له سزا څخه د اسرائیلو خوندیتوب دې دوام ونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100872-له_سزا_څخه_د_اسرائیلو_خوندیتوب_دې_دوام_ونه_کړي
په اروپايي اتحادیې کښې د ایران نمایندګۍ په یو پيغام کښې لیکلي چې اسرائیل دې له سزا څخه ونه ژغورل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2021 03:05 Asia/Kabul
  • له سزا څخه د اسرائیلو خوندیتوب دې دوام ونه کړي

په اروپايي اتحادیې کښې د ایران نمایندګۍ په یو پيغام کښې لیکلي چې اسرائیل دې له سزا څخه ونه ژغورل شي.

په اروپايي اتحادیې کښې د ایران نمایندګۍ په یو پيغام کښې لیکلي چې اسرائیل دې له سزا څخه ونه ژغورل شي.

دغې نمایندګۍ په یو ټویټري پيغام کښې د صهیونیسټانود جنایتونو په وړاندې د لویدیځ په چپتیا باندې په نیوکې سره ولیکل: له سزا څخه د اسرائيلو خوندیتوب دې دوام پیدا نه کړي.

په دغه پیغام کښې هم داشان لولو چې په غزې باندې د اسرائیلو په وروستۍ حمله کښې له ۶۰ زیات ماشومان مړه شوي دي. د انسانیت خلاف د اسرائیلو جنګي جرمونه په نړیوالو ارګانونو کښې په پراخه پیمانه ثابت شوي دي.

په اروپايي اتحادیې کښې د ایران نمایندګۍ د صهیونیسټي رژیم خلاف د اروپا او لویدیځ د سخت اقدام په نشتوالي باندې په نیوکې سره څرګنده کړې ده: د بشري حقوقو د خپلې خولې اتلانو د اسرائیلوپه جنایتونو باندې سترګې پټې کړې دي حال دا چې د نړۍ د عامه افکارو محکمه اسرائیل او د هغوي غلي ملاتړي د دغو جنایتونو مسئول بولي.