امریکا د نړۍ ترټولو ستره هیکره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101050-امریکا_د_نړۍ_ترټولو_ستره_هیکره_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا د نړۍ ترټولو ستره هیکره(hacker) وبلله او ویې وویل امریکا نه یوازې د خپلو سیالانو بلکې د خپلو متحدانو هم جاسوسۍ کوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 01, 2021 00:45 Asia/Kabul
  • امریکا د نړۍ ترټولو ستره هیکره ده

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا د نړۍ ترټولو ستره هیکره(hacker) وبلله او ویې وویل امریکا نه یوازې د خپلو سیالانو بلکې د خپلو متحدانو هم جاسوسۍ کوي .

«وانګ ون بین» پرون خبریالانو ته وویل د شرم خبره ده چې امریکا د نړۍ د ترټولو سترې هیکرې په توګه د اینټرنیټي فضا د پاکولو بیرغ  په لاس کښې اخلي او په دنیا کښې د اینټرنیټ د امنیت  د ساتنې ادعا کوي .

رسنیو راپور ورکړی دی چې د امریکا ملي امنیت ادارې له دوه زره دیارلسم (۲۰۱۳) میلادي کال څخه تر دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال پورې د ډانمارک د پوځي استخباراتي ادارې په ملګرتیا سره د سویډن د ناروې د جرمني او د فرانسې په شمول د بیلابیلو اروپايي هیوادونو د لوړرتبه چارواکو په جاسوسۍ بوخته وه .

د چین د خارجه وزارت ویاند  د امریکا د جاسوسۍ دغو اقداماتو ته په غبرګون کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د امریکا د اینټرنیټي بدمعاشۍ په وړاندې مقاومت وکړي .

د ډانمار هیواد د دفاعي اطلاعاتو ادارې ایف اي(FE) د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل په شمول د ګاونډیو اروپايي هیوادونو د لوړرتبه سیاستوالانو پرضد د جاسوسۍ په هدف د امریکا د ملي امنیت ادارې لپاره اینټرنیټ ته په ازاد ډول د لاسرسي اسانتیاوې برابرې کړي وې .