امریکا د نړۍ ترټولو ستره هیکره ده
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا د نړۍ ترټولو ستره هیکره(hacker) وبلله او ویې وویل امریکا نه یوازې د خپلو سیالانو بلکې د خپلو متحدانو هم جاسوسۍ کوي .
«وانګ ون بین» پرون خبریالانو ته وویل د شرم خبره ده چې امریکا د نړۍ د ترټولو سترې هیکرې په توګه د اینټرنیټي فضا د پاکولو بیرغ په لاس کښې اخلي او په دنیا کښې د اینټرنیټ د امنیت د ساتنې ادعا کوي .
رسنیو راپور ورکړی دی چې د امریکا ملي امنیت ادارې له دوه زره دیارلسم (۲۰۱۳) میلادي کال څخه تر دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال پورې د ډانمارک د پوځي استخباراتي ادارې په ملګرتیا سره د سویډن د ناروې د جرمني او د فرانسې په شمول د بیلابیلو اروپايي هیوادونو د لوړرتبه چارواکو په جاسوسۍ بوخته وه .
د چین د خارجه وزارت ویاند د امریکا د جاسوسۍ دغو اقداماتو ته په غبرګون کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د امریکا د اینټرنیټي بدمعاشۍ په وړاندې مقاومت وکړي .
د ډانمار هیواد د دفاعي اطلاعاتو ادارې ایف اي(FE) د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل په شمول د ګاونډیو اروپايي هیوادونو د لوړرتبه سیاستوالانو پرضد د جاسوسۍ په هدف د امریکا د ملي امنیت ادارې لپاره اینټرنیټ ته په ازاد ډول د لاسرسي اسانتیاوې برابرې کړي وې .