هندوستان له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې
Jun 09, 2021 10:52 Asia/Kabul
د هندوستان حکومت په وړومبي ځل له طالب ډلې سره نیغ په نیغه ارتباطي لارې جوړې کړې دي.
د هندوستان حکومت په وړومبي ځل له طالب ډلې سره نیغ په نیغه ارتباطي لارې جوړې کړې دي.
هندي چارواکو نن وویل چې نوي ډیلې د طالب ډلې له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې د مرکچي پلاوي له مهمو او اصلي غړو سره اړیکه ټینګه کړې ده.
هندوستان له دې مخکښې په افغانستان کښې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرواترو ته تیار نه و او د دغې ډلې له دوباره قدرت ترلاسه کولو یې اندیښنه څرګندوله.
طالب ډلې په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې جګړه ګرمه کړې ده او د افغانستان پوځ د ولایتونو او ولسوالیو په دفاع او ساتنې لګیا دی.
ټیګونه