هندوستان له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101418-هندوستان_له_طالبانو_سره_اړیکې_ټینګې_کړې
د هندوستان حکومت په وړومبي ځل له طالب ډلې سره نیغ په نیغه ارتباطي لارې جوړې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2021 10:52 Asia/Kabul
  • هندوستان له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې

د هندوستان حکومت په وړومبي ځل له طالب ډلې سره نیغ په نیغه ارتباطي لارې جوړې کړې دي.

د هندوستان حکومت په وړومبي ځل له طالب ډلې سره نیغ په نیغه ارتباطي لارې جوړې کړې دي.

هندي چارواکو نن وویل چې نوي ډیلې د طالب ډلې له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې د مرکچي پلاوي له مهمو او اصلي غړو سره اړیکه ټینګه کړې ده.

هندوستان له دې مخکښې په افغانستان کښې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرواترو ته تیار نه و او د دغې ډلې له دوباره قدرت ترلاسه کولو یې اندیښنه څرګندوله.

طالب ډلې په دې وروستیو کښې په افغانستان کښې جګړه ګرمه کړې ده او د افغانستان پوځ د ولایتونو او ولسوالیو په دفاع او ساتنې لګیا دی.