د ویانا د ایټمي خبرواترو اټکل سخت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101520-د_ویانا_د_ایټمي_خبرواترو_اټکل_سخت_دی
  د اولیانوف په وینا،په عین حال کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې  په خبرواترو کې د بریالي پاي لپاره  دهڅې هوډ شته  او باید ولیدل شيۍ ، دغه بهیر څومره اوږدیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2021 09:33 Asia/Kabul
  • د ویانا د ایټمي خبرواترو اټکل سخت دی

  د اولیانوف په وینا،په عین حال کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې  په خبرواترو کې د بریالي پاي لپاره  دهڅې هوډ شته  او باید ولیدل شيۍ ، دغه بهیر څومره اوږدیږي .

په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي میخائیل اولیانوف له سپوټنیک خبری آژانس سره په خبرو کې  وئیلي دي ، دجامعې نړیوالې ایټمي  داحیاء ولو په خاطر  دویانا  دخبرواترو ورپسې پړاؤ روانه اونۍ پیلیږي  او دنتیجې  اټکل ئې سخت دی ،ځکه  یو شمیر هغه موضوعګانې چې  د ایران او امریکا لپاره له اساسی اهمیّته برخمنې دي ،هماغه راز حل  شوي نه دي .

 هغه په دې باب ووئيل،ورپسې پړاؤ حتما سخت او نهائي پړاؤ کیدلی شی .

  د اولیانوف په وینا،په عین حال کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې  په خبرواترو کې د بریالي پاي لپاره  دهڅې هوډ شته  او باید ولیدل شيۍ ، دغه بهیر څومره اوږدیږي .

 له دې مخکې  دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  هم  په یوې مرکې کې  د ویانا د روانو خبرواترو په باب ټينګار کړی ،د هغې موافقې یوه اساسی مولفه  چې دم ګړۍ په ویانا کې  ورباندې بحث کیږي ،  نړیوال بازار ته د ایران دتیلو د بیرته ستنیدا لپاره د زمینې برابرول دي ، تر څو  چې  په ویانا خبرو کې پاتې مسئلې ختمې نشي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې احیاء احتمال ډير کم دی .