فرانسه او بریتانیا د ایران د اقدام په تمه دي
فارس خبري اژانس وايي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان د امریکا له خارجه وزیر انتوني بلینکن سره په غونډې کښې ادعا وکړه اټومي تړون ته د ورستنیدا لپاره د ایران د نهايي فیصلې په تمه یوو .
د فرانسې خارجه وزیر ژان ایولوډریان د امریکا له خارجه وزیر انتوني بلینکن سره په کتنې کښې له اټومي تړون د واشنګټن د غیر قانوني او یواړخیزه وتلو ته له اشاره کولو پرته وویل مونږ د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره د خبرو اترو سخت پړاو ته ورداخل شوي یوو او اټومي موافقې ته د بیرته ستنیدا په زمینه کښې د ایران د نهايي فیصلې په تمه یوو .
د امریکا خارجه وزیر انتوني بلیکن هم په زیات غواړي څرګندونو کښې ادعا وکړه د اټومي تړون او خپلو ژمنو ته د بیرته ستنیدا د شرایطو په هکله له ایران سره اختلافات اوس هم شته او مونږ هغه وخت موافقې ته رسیږو چې ایران په اټومي تړون کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي .
په اټومي تړون کښې خپلو ټولو ژمنو ته د ایران د پاې بندۍ په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له ټینګار سره سره امریکا د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال په مي میاشتې کښې په یواړخیزه او غیرقانوني ډول له دغه تړون څخه ووتله او د ایران پرضد د زیات دباو سیاست یې په اجنډا کښې شامل کړ .
د ایران اسلامي جمهوریت د یوه (۱) مسولیت منونکي هیواد په توګه ټینګار کړی دی دې ته په پام سره امریکا داسی لوری و چې د اټومي تړون خلاف ورزۍ یې کړي ده او دا واشنګټن دی چې د ایران پرضد د بندیزونو په ختمولو سره اټومي تړون ته بیرته ورستنه شي او ضروري ده چې د امریکا د ژمنو د اجرا کیدا حقیقت دې معلوم کړی شي .