ورځپاڼو ته کتنه 9-4-00
(last modified Wed, 30 Jun 2021 08:03:48 GMT )
Jun 30, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 9-4-00

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله يې وليکل: د عمومي وېکسينېشن د چټکتيا لپاره له اسعاري سرچينو څخه استفاده ضروري ده.

ولسمشر حسن روحاني  پرون د حکومت داقتصادي غږملونکې کمېټې په غونډه کښې  وويل ، د کورونا وائرسو  د محدودیتونو له امله   اقتصادي ټیکسونه . په درستو شیانو په تېره بیا  په اساسي شیانو کښې د نړیوالو بیّو د زیاتیدو سبب شوي دي .

  د ورځپاڼې په قول ډاکټر روحاني همدارنګ  دعمومی وېکسینېشن دچټک کولو لپاره  له اسعاري عایداتو څخه استفاده  هغه که د داخلي وېکسينود تولید لپاره وي او که د وارداتي وېکسينو لپاره وي ،په ترټولو ممکن چټک وخت کښې  د ټولنې د ټولو وګړو د وېکسینېشن   اهمیّت  ته په پام سره ضروري  ده .

ورځپاڼه په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي نماینده او سفیر له قوله ليکي: ایران د سائبري فضا د ضرورت وړ اصولو په تدوین کښې ګډون ته تیار دے. مجيد تخت روانچي په دې خبرې سره چې ایران د سټاکس نیټ د خرابونکي کمپیوټر وائرس له لارې د سائبري حملو یو قرباني دے، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دے چې د سائبري فضا د اړتیا وړ اصولو د تدوینولو او برابرولو په لړ کښې د عمومي اسمبلۍ په هلوځلو کښې ونډه ولري.

------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل: دویم ایراني وېکسين هم مجوز ترلاسه کړ. د ایران د روغتیا وزیر په هیواد کښې د جوړ شوي دویم کرونا ضده وېکسين لپاره د اجازتنامې د صادریدو خبر ورکړ.

سعید نمکي پرون د پاستور په نامه ایراني کرونا ضده وېکسين لپاره د بیړني استعمال د اجازې د صادریدو خبر ورکړے دے.

هغه زیاته کړه: د دغه وېکسين د آزمائنې په دریمه مرحله کښې ۲۴ زره کسانو ته په کیوبا کښې او ۲۵ زره کسانو ته په ایران کښې په آزمایشي توګه لګول شوي او تر څارنې لاندې ساتل شوي دي.

ورځپاڼې د ایران د اسلامي جمهوریت دحکومت د وياند په حوالې سره وليکل: په خبرواترو کښې له خپلو حقوقو  هیڅکله هم نه تیریږوو. علي ربیعي پرون په خبري ناسته کښې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د تر ټولو وروستي وضعیّت په باب  وئیلي دي،دخبرواترو نتیجې ته د رسیدو لپاره پخپلو حقوقو هیڅکله هم سترګې نه پټوو او که زمونږ نظر تامین نشي، نو دخبرواترو دوام به  راتلونکي حکومت ته وسپاروو.

----------

او د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې بیا د عراق د ولسمشر له قوله وليکل: امریکې د عراق د حاکمیّت خلاف ورزي کړې ده.

د عراق ولسمشر برهم صالح  پرون ديوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی ، له سورئې  سره  دعراق په پوله کښې  دالحشد الشعبي ځواک  په مرکز د امریکې حمله په کلکه محکوم اقدام دے او د عراق دحاکمیّت  خلاف ورزي کوي .

ورځپاڼې همدارنګ وليکل: ه ابوظبۍ کښې د قدس د نیواکګر رژیم سفارت پرانستل شو. خبر زیاتوي د فلسطین له ولس او آرمان او له ټول عرب او اسلامي امت سره د یو بل خیانت په لړ کښې صهیونیسټي رژیم پرون د متحده عرب اماراتو په پلازمینې ابوظبۍ کښې د خپلې سفارتخانې د رسمي افتتاح خبر ورکړ.

---------

اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼه راخلوو چې  د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان په نقل سره يې وليکل: د امريکې هيڅ ډول دباو له چين سره زمونږ تعلقات نه شي خرابولې. هغه زياته کړه دا د امريکې او لويديځو هېوادونو بې انصافي ده چې پاکستان غوندې هېواد دې د يو هېواد طرفداري وکړي.

عمران خان وويل: په سيمه کښې د طاقت عجيبه او زبردسته مقابله روانه ده او دا ټولو ته پته ده. خو پاکستان هيڅکله د چا په دباو کښې نه راځي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتو له قوله په يو خبر کښې وليکل، د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې دې د ماشومانوو په خلاف پېلټ ګن استعمال بند کړې شي. د ملګرو ملتو لخوا په ماشومانو باندې تشدد او د هغوي نيونه غندل شوې ده.

د ملګرو ملتو مشر ګوټرش له هنده وغوښتل چې د ماشومانو په اړه د ۲۰۱۵ قانون باندې دې عمل کول يقيني کړي.

--------

اوس به د کابل چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې مسير ورځپاڼه ليکي ، اوږده موده کېږي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او کوم پرمختګ په کې نشته او په وینا یې نه یوازې چې پرمختګ په کې نشته، بلکې عادي خبرې هم په ټپه ولاړې دي او د امریکا فشارونه هم کم شوي چې دواړه اړخونه خبرو ته را وګرځوي.

د لېکوال په وینا که څه هم ټاکل شوې وه چې له کابله شپږ لوړي پوړي چارواکي او سیاستوال دوحې ته ورشي او له طالبانو سره خبرې وکړي چې دا سفر هم بیا-بیا ځنډېدلی دی.

د ورځپاڼې له انده د سولې پر وړانډې ډېر خنډونه شته چې تر ټولو په کې د امریکا دریځ اساسي رول لري، خو د جګړې پر ښکېلو اړخونو کې هم شته ذهنیت د خبرو پر وړاندې اساسي خنډ دی.

دواړه لوري باید پوه شي چې خلک سوله غواړي او د دې لپاره ښايي فشار هم راوړي، نو ځکه دوی باید خپل ذهنیت بدل کړي.

ورځپاڼې په خپله انټرنټي پاڼه کښې وليکل: هند د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ورځپاڼه زياتوي د هند د ملي امنیت سلاکار د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پېچلي کېدو په حال کې دی نو له همدې امله په دغه هېواد کې مېشتو هندي وګړو ته په کار ده چې ټولو تدابیرو ته پاملرنه وکړي. هندي حکومت دلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاتوي چې طالبان د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې دي او د ورځو په تېرېدو یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

ورځپاڼې د د بخښنې نړیوال سازمان له قوله ولیکل د جګړې ښکېلې خواوې باید بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید بشري قوانینو ته درناوی وکړي. د دغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان جګړې دواړو لورو په وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې بشر ضده کړنې او جنګي جنایت ګڼل کېږي.

---------

اطلاعات روز ورځپاڼې د کرونا پېښو زیاتېدو او اکسیجن کمښت په تړاو لېکنه خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې د کرونا ناروغۍ لاهم په اوج کې ده، خو په وینا یې چې د اکسېجن خرڅلاو او احتکار کیسه اوس هم ګرمه ده.

د لېکوال د موندنو پر اساس چې دا مهال د اکسیجن لوړه بیه هغه څه دي چې ډېری افغانان یې له بد وضعیت سره مخ کړي او حکومت هم ورته جدې پام نه کوي.

د لېکوال په وینا که څه هم د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن د بیو د کنټرول ژمنې کوي، خو په خبره یې لا هم د اکسېجن بیه لوړه ده او ناروغ لرونکي اړ دي چې هرو ۲۴ کې شااوخوا ۲۰ زره افغانیو څخه اکسېجن واخلي.

لېکوال ټینګار کوي چې عامې عامې روغتیا وزارت باید ژر تر ژره د اکسیجن د کمښت ستونزه هواره کړي او په لوړو بیو کنټرول وکړي.

---------

او هېواد ورځپاڼې په خپله انټرنټي پاڼه کښې د افغان حکومت په حوالې سره وليکل: افغان دولت د بشری حقونو پر قواعدو باور لری موږ د طالبانو جنایات غندو.

ورځپاڼه زياتوي: ولسمشر غنی یو ځل بیا ویلی، چې افغان دولت د بشری حقونو پر ټولو قواعدو باور لری او د طالبانو له لوری د بشری حقونو نقض په کلکو ټکو غندی.نوموړی دا څرګندونې پرون له والیانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره په ویډیویی کنفرانس کې کړې دی.د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غنی په یاد ویډیویی کنفرانس کې امریکا ته د دولتی پلاوی د سفر په اړه معلومات ورکړی او د وسله والو د پلانونو د دفعې او شنډولو په برخه کې یې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د مېړانې ستاینه کړې ده.د سرچینې په خبره، ولسمشر غنی زیاته کړې ،چې افغان دولت د مسوول او منتخب حکومت په توګه د بشری حقونو اصولو ته ژمن دی او ملکی او نظامی مسوولینو ته یې لارښوونه کړې ، چې په خپلو ټولو چارو کې د بشری حقونو قوانینو ته پوره پاملرنه وکړی.

-------

 

 

 

 

ټیګونه