امریکا د افغانستان د مشکلاتو اصلي سرچینه ده
تسنیم خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي »وویل امریکا په افغانستان کښې د روانو مشکلاتو په شمول د نړۍ د ځینو تر ټولو بدو روانو کړکیچونو سرچینه ده .
هغه وویل امریکا د افغانستان د مشکلاتو د سرچینې په توګه باید مسوولیت منونکي وي او واشنګټن ځان له مسوولیت څخه نشي خلاصولی او امریکا نشي کولای له افغانستانه په غیر مسوولانه ډول وتلو سره د ناامنۍ او د جنګ د رامینځته کیدا سبب شي .
د چین خارجه وزیر وانګ يي وویل امریکا باید دغه تظاهر چې د افغانستان د خلکو دفاع کونکي ده بند کړي او هغه په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدا څخه د چین په ملاتړ ټینګار وکړ .
له دې مخکې د چین د خارجه وزارت ویاند «هوا چونینګ» هم ویلي وو له افغانستانه د خارجي عسکرو په کامل ډول د وتلو په هکله د امریکا ناڅاپه اعلان په ټول افغانستان کښې د ناامنیو او د پرله پسې ځان وژنکو حملو د ډيریدا سبب شوي دي .