له افغانستانه د جرمني عسکر ووتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102588-له_افغانستانه_د_جرمني_عسکر_ووتل
فارس خبري اژانس وايي جرمني په داسې حال کښې خپل پوځيان له افغانستانه وویستل چې په دغه هیواد کښې د جرمني د عسکرو شل (۲۰) کلن شتون نه یوازې هیڅ معلومه بریا نه ده لرلي بلکې د افغانستان د خلکو لپاره یې زیات کړاونه هم رامینځته کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2021 00:52 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د جرمني عسکر ووتل

فارس خبري اژانس وايي جرمني په داسې حال کښې خپل پوځيان له افغانستانه وویستل چې په دغه هیواد کښې د جرمني د عسکرو شل (۲۰) کلن شتون نه یوازې هیڅ معلومه بریا نه ده لرلي بلکې د افغانستان د خلکو لپاره یې زیات کړاونه هم رامینځته کړي دي .

د جرمني دفاع وزیر «انه ګرت کرامپ کارن باوئر» وویل په افغانستان کښې د دغه هیواد اخري عسکر له شلو (۲۰) کلونو وروسته د جون د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه خپل هیواد ته ولاړ .

په تیرو شلو (۲۰) کلونو  کښې په افغانستان کښې د ناټو په حملو کښې د جرمني نهه پنځوس (۵۹) پوځیان وژل شوي .

له دې مخکې د ایټالیا ، د ناروې او د جارجیا په شمول د ناټو ډيرو غړیو هیوادونو ویلي دي چې له افغانستان به خپل ټول پوځیان وباسي .