ناټو په اروپا کښې د بې ثباتۍ عامل دی
Jul 05, 2021 05:43 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وویل ناټو تړون په اروپا کښې د بې ثباتۍ عامل دی او په دغه لویه وچه کښې د ثبات د رامینځته کولو وس نلري .
هغه پرون په دې خبرې سره چې د اولټیماټوم (ultimatum) په شرایطو کښې له ناټو سره خبرې امکان نلري وویل حتی له دغه تړون سره باید خبرې وشي .
دیمیتري پسکوف په جینیوا کښې د روسیې او د امریکا د ولسمشرانو کتنې ته په اشارې سره وویل له بدغه مرغه د امریکا ولسمشر جوبایډن نشي ویلی چې له روسیې سره باید ښې اړیکې ټینګې شي .
ټیګونه