ایراني ضده کینو د لویدیځوالو شرمناکو ریاکاریو ته لمن وهلې ده
د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په غونډه کښې د لویدیځو سیاستوالانو شتون ته په اشارې سره څرګنده کړه: د پیسو نه ماتیدونکې تندې او ایراني ضده کینو د لویدیځوالو شرمناکې ریاکارۍ زیاتې کړې دي.

سعید خطیب زاده په خپل ټویټر ولیکل: (په دروغ ویلو، ټګۍ او غلا باندې د ویاړ کونکي پمپئو په شمول) د لویدیځ خرڅ شویو سیاستوالانو ځانونه ډیر ارزان پلورلي دي او د اروپا په کوربه توب یې په هغه سرکش کښې ګډون کړی دی چې د یوې داسې ترهګرې فرقې له خوا جوړه شوې چې یو وخت یې د عراق د پخواني ډیکټاټور صدام له خوا ملاتړ کیده او لاسونه یې د ایرانیانو په وینو سره دي.
خطیب زاده زیاته کړه چې د پیسو نه ماتیدونکې تندې او ایراني ضده کینو د لویدیځوالو شرمناکې ریاکارۍ زیاتې کړې دي.
د ویلو ده چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وړمه ورځ د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په آنلاین غونډه کښې د امریکې د کانګرس د ریپبلکن او ډیموکراټ دواړو ګوندونو د یوشمیر غړو د شتون خبر ورکړ.
په یوې داسې غونډه کښې د امریکې د کانګرس د استازو له ګونده بهر ګډون چې د ترسره کونکو لاسونه یې د ایراني ولس په وینو ککړ دي، د ایران له خلکو او جمهوري اسلامي نظام سره د واشنګټن د دښمنۍ د ژوروالي نښه ده.