ترکیې ته د طالبانو خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103196-ترکیې_ته_د_طالبانو_خبرداری
طالبانو خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کښې د ترکیې د ځواکونو شتون دوام وکړي نو دوي به ورسره وجنګیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 02:11 Asia/Kabul
  • ترکیې ته د طالبانو خبرداری

طالبانو خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کښې د ترکیې د ځواکونو شتون دوام وکړي نو دوي به ورسره وجنګیږي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کښې د ترکیې د ځواکونو شتون دوام وکړي نو دوي به ورسره وجنګیږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل: مونږ (د کابل د هوايي ډګر او د بهرنیو سفارتي مرکزونو د امنیت د ساتنې په پلمه د انفرې او واشتنګټن ترمینځ د موافقې له مخې) د ناټو په چوکاټ کښې په افغانستان کښې د ترکیې د ځواکونو د پاتې کیدو مخالف یو او که چیرې ترک ځواکونه په افغانستان کښې پاتې شي نو ورسره جنګیږو.

هغه په افغانستان کښې د طالبانو د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په هکله هم وویل: دغه مهمه فیصله به د دوحې په مذاکراتو کښې مطرح کیږي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان خلک حق لري چې د خپل ماهیت، دین او کلتور مطابق یو حکومت ولري.

د ویلو ده چې طالب ډله نن سبا د افغانستان د ډیرو سیمو واک په لاس کښې لري.