په چین کښې سیلاب پینځویشت کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103312-په_چین_کښې_سیلاب_پینځویشت_کسان_وژلي
فارس خبري اژانس وايي د چین په یوه (۱) ولایت کښې د سختو بارانونو په دوام سره د سیلاب د راتلو په وجه کابو پینځویشت (۲۵) کسان وژل شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2021 00:34 Asia/Kabul
  • په چین کښې سیلاب پینځویشت کسان وژلي

فارس خبري اژانس وايي د چین په یوه (۱) ولایت کښې د سختو بارانونو په دوام سره د سیلاب د راتلو په وجه کابو پینځویشت (۲۵) کسان وژل شوي .

د چین د هنان ولایت په مرکز زنګجو ښار کښې د سخت باران او د سیلاب له کبله د مړو کسانو شمیر پرون پینځویشتو (۲۵) ته ورزیات شوی چې لس (۱۰) کسان یې میټرو ته د اوبو د ورتلو په وجه مړه شوي دي .

د چین ځایي چارواکو وویل دغه سیلاب د کابو پینځویشت (۲۵) کسانو د مړینې سبب شو او کابو اوه (۷)نور کسان بې درکه دي او له تاواني شو یو سیمو نیمايي خلک وتلي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې د چین د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې تر راتلونکو دریو (۳) ورځو پورې به بارانونه دوام ولري او پوځ او د ژغورنې د عملیاتو ترسره کولو ته ورګډ شوی دی .

په تیرو څو ورځو کښې په چین سربیره د اروپا ، امریکا او د کاناډا یوشمیر ولایتونه او سیمې له سختو بارانونو او سیلابونو سره مخ شوي دي چې ډیر تاوانونه یې هم اړولي دي .