هندوستان کښې سیلاب ۱۳۶ تنه ووژل
Jul 25, 2021 03:06 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د هندوستان په مهاراشټر صوبې کښې د سختو بارانونو او سیلاب له امله د مړو شمیر ۱۳۶ کسانو ته رسیدلی دی.
د هندوستان په مهاراشټر صوبې کښې د سختو بارانونو او سیلاب له امله د مړو شمیر ۱۳۶ کسانو ته رسیدلی دی.
د هندوستان د مهاراشټر صوبې چارواکو ویلي چې دغه شمیر کسان د جمعې په ورځ د سختو بارانونو له امله د سیلاب د راوتلو او د ځمکې د ښوویدو په پيښو کښې مړه شوي دي او لکونه کسان خوندي سیمو ته منتقل کړی شوي دي.
د دغې صوبې ۵۷ کلي په سیلاب کښې ګیر شوي دي او ارتباطي لارې یې بندې شوې دي.
د مون سون یا پشکال موسمي بارانونه په هندوستان کښې هر کال ډیر د سر او مال تاوان اړوي.
ټیګونه