هندوستان کښې د سیلاب له امله د مړو شمیر لازیات شو
Jul 27, 2021 02:53 Asia/Kabul
په هندوستان کښې د سیلاب له امله د وژل شویو شمیر ۱۶۴ کسانو ته ورسیده
په هندوستان کښې د سیلاب له امله د وژل شویو شمیر ۱۶۴ کسانو ته ورسیده
له نوي ډیلي څخه خبر رارسیدلی چې په مهاراشټر صوبه کښې د سیلاب له امله ۵۶ کسان زخمي شوي او ۱۰۰ تنه نور بې درکه شوي دي.
د هندوستان مرستندویه ځواکونو له مهاراشټر صوبې څخه تقریباً ۲ لاکه ۲۹ زره کسان خوندي سیمو ته منتقل کړل.
د ویلو ده چې په هندوستان کښې د پشکال یا مون سون بارانونه په وریدو دي او هر کال ډیر د سر او مال تاوان اړوي.
ټیګونه