بریتانیا د ایران پرضد تورونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103934-بریتانیا_د_ایران_پرضد_تورونو_ته_دوام_ورکړی
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د بریتانیا استازي« باربارا ووډوارډ» یوځل بیا د عمان سواحلو ته نږدې په مرسر سټریټ کشتۍ باندې د حملې په هکله د ایران پرضد نه ثابت شوي تورونه تکرار کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2021 01:03 Asia/Kabul
  • بریتانیا د ایران پرضد تورونو ته دوام ورکړی

فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د بریتانیا استازي« باربارا ووډوارډ» یوځل بیا د عمان سواحلو ته نږدې په مرسر سټریټ کشتۍ باندې د حملې په هکله د ایران پرضد نه ثابت شوي تورونه تکرار کړل .

په ملګروملتونو کښې د بریتانیا استازي میرمن  بار بارا ووډوارډ د ایران پرضد د لندن د بې اساسي تورونو  د لګولو په دوام کښې ادعا وکړه په مرسر سټریټ کشتۍ باندې حمله د ایران په جوړې بې پایلوټه الوتکې سره شوي ده .

هغې د مرسر کشتۍ په حملې باندې د غور لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې له ختمیدا وروسته په ټویټر پیغام کښې وویل لندن د امنیت شورا غړي د پیښې له جزیاتو خبر کړل او زیاته یې کړه بریتانیا پوهیږي چې ایران په مرسر سټریټ کشتۍ باندې د حملې مسول دی مونږ پوهیږو چې دغه کار هدفمند او په قصدي ډول ترسره شوی دی .

بریتانیا تل له امریکا ، فرانسې ،صهیونیسټ رژيم او ځینې دیکتاتورو عربو حکومتونو سره یوځای د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد بې اساسه ، چټي او بې منطقه تورونه مطرح کوي .

امریکا ، صهیونیسټ رژيم او د سیمې ځینې عرب هیوادونه غواړي چې فارس خلیج سیمه له کړکیچ سره مخ کړي .