جرمني کښې د کورنا پرځاې د مالګې واکسینونه وهل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104134-جرمني_کښې_د_کورنا_پرځاې_د_مالګې_واکسینونه_وهل_شوي
تسنیم خبري اژانس وايي د جرمني د سره صلیب یوه(۱) نرس د خپل هیواد نهه زره (۹۰۰۰) ښاریزو ته د کورونا واکسین پرځای د مالګې واکسین لګولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • جرمني کښې د کورنا پرځاې د مالګې واکسینونه وهل شوي

تسنیم خبري اژانس وايي د جرمني د سره صلیب یوه(۱) نرس د خپل هیواد نهه زره (۹۰۰۰) ښاریزو ته د کورونا واکسین پرځای د مالګې واکسین لګولی دی .

د جرمني د پولیسو تحقیقاتو وښودله د دغه هیواد د سره صلیب یوه(۱) نرس کابو نهو زرو (۹۰۰۰) خلکو ته د کورونا واکسین پرځاې د مالګې واکسینونه وهلي دي .

همدا اوس د جرمني چارواکو ویلي دي دغه نهه  زره (۹۰۰۰) کسان چې د فریزلینډ سیمې وسیدونکي باید دوباره کورونا واکسین ووهي .

په جرمني کښې په کورونا ۳۸۰۳۳۳۲ کسان ککړ شوي او ۹۲۳۱۲ نور ترې وژل شوي هم دي .