هندي ځواکونو کشمیر کښې پر حسیني ماتمیانو برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104434-هندي_ځواکونو_کشمیر_کښې_پر_حسیني_ماتمیانو_برید_وکړ
د نوي ډیلي حکومت په کشمیر کښې په هر ډول دیني اجتماعاتو بندیز لګولې دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 18, 2021 05:59 Asia/Kabul
  • هندي ځواکونو کشمیر کښې پر حسیني ماتمیانو برید وکړ

د نوي ډیلي حکومت په کشمیر کښې په هر ډول دیني اجتماعاتو بندیز لګولې دی.

هندوستاني رسنیو پرون د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر په سرینګر ښار کښې د امام حسین علیه السلام په عزادارانو باندې د هندي پوځیانو د حملې خبر ورکړ.

د هندوستان امنیتي ځواکونو د اوښلن ګیس او ډنډو په استعمالولو سره کوشش وکړ چې په سرینګر ښار کښې راغونډ شوي حسیني ماتمیان تیت پرک کړي.

هندي ځواکونو هم داشان ګڼ عزاداران ونیول.

د ویلو ده چې د نوي ډیلي حکومت په کشمیر کښې په هر ډول دیني اجتماعاتو بندیز لګولې دی.

د حسیني عزادارۍ او ماتم د دستورو ترسره کول  په کشمیر کښې تل یوه حساسه سیاسي مسئله پاتې شوې ده او له دیرشو کلونو ډیر وشول چې د هندوستان حکومت د دغو مهمو مذهبي دستورو په ترسره کولو بندیز لګولی دی او ادعا کوي چې دغه دستورې به د حکومت خلاف مظاهرو باندې بدلې شي.