چین له افغانستانه د نړیولې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه
اناتولي خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دباو د راوستلو پرځای د افغانستان ملاتړ وکړي .
د چین د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د حالاتو په هکله د بریتانیا له خارجه وزیر ډومینیک راب سره د خپل هیواد د خارجه وزیر وانګ یي ټیلي فوني خبرو ته په اشارې سره وویل د چین خارجه وزیر په دغو خبرو کښې په افغانستان د دوه چنده دباو د راوستلو پرځاې له دغه هیواده د نړیوالې ټولنې د مثبت ملاتړ پرضرورت ټینګار وکړ .
د چین خارجه وزارت په دې خبرې سره چې د افغانستان حالت ماتیدونکی او بې ثباته دی په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستانه د خپلو جیو پولیټینګ جنګونو د میدان په توګه استفاده ونکړي .
دغه راز د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم د چین له یوه() ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل چین په قوي اقتصاد لرلو سره ستر هیواد دی او زه ګمان کوم چې دغه هیواد( چین) د افغانستان په بیا رغونه او احیا کښې ګډون کولای شي .