د افغان کډوالو له راتلو سره د اسټریا د صدراعظم مخالفت
د استریا یا اتریش صدر اعظم اعلان وکړ چي هیواد یې د افغان کډولو له منلو سره مخالف دی.
د اسټریا صدر اعظم سباستین کورتس د دې هیواد پلس ۲۴ خبري چېنل ته وویل: که څه هم په افغانستان کې طالبان واکمن شوي دي خو موږ د دې هیواد د خلګو له تیښتي او په ویانا کې د کډوال په توګه د هغوی له منلو سره مخالف یو.
کورتس د دې پوښتنې په ځواب کې چي اروپایي ټولنه به د هغو افغانانو لپاره څه وکړي چي په تېرو ۲۰ کلنو کې له اروپایانو سره کار کړي، وویل: موږ به له هغوی سره مرسته وکړو خو دا په دې معنا نه ده چي موږ افغان کډوالو ته ځای ورکړو، زما په ولسمشریزه دوره کې به هیڅ افغان کډوال نه ومنل شي.
د اسټریا صدراعظم په دغه هیواد کې میشت افغان کډوالو ته په اشارې سره زیاته کړه: اتریش د افغان کډوالو په برخه کې خپله دنده سر ته رسولې ده او د نورو کډوالو د منلو اراده نه لري.
د اسټریا حکومت د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په زرګونو افغان کډوالو ته ځای ورکړ چي د امله یې د کډوالو سره داخلي مخالفتونه زیات شول.
سباستین کورتس د ۲۰۱۷ میلادي کال پارلمانې ټاکنې هم د مهاجرت سره د مبارزې په شعار سره وګټلې او د دې هیواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.