امریکا د افغانستان د حالاتو ذمه واره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104658-امریکا_د_افغانستان_د_حالاتو_ذمه_واره_ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د چین ځانګړي استازي ژیاو یانګ د پاکستان له جیو نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل امریکا د سیاسي حل لارې له پیدا کولو پرته له افغانستانه وتلي ده او زیاته یې کړه د زور په کارولو او په کورنیو چارو کښې په لاسوهنو سره مسائیل حل کیږي نه بلکې نور پسې پیچلي کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2021 01:13 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د حالاتو ذمه واره ده

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د چین ځانګړي استازي ژیاو یانګ د پاکستان له جیو نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل امریکا د سیاسي حل لارې له پیدا کولو پرته له افغانستانه وتلي ده او زیاته یې کړه د زور په کارولو او په کورنیو چارو کښې په لاسوهنو سره مسائیل حل کیږي نه بلکې نور پسې پیچلي کیږي .

د افغانستان په چارو کښې د چین ځانګړي استازي ژیاو یانګ وویل هیله کوو چې طالبان د ټولو قومونو په ګډون سره د منلو وړ حکومت جوړ کړي او طالبان به د ختیځ ترکستان په نوم ډلې ته د پناه د ورکولو په شان غلطۍ بیا تکرار نکړي .

امریکا له افغانستانه په غیر مسولانه ډول وتلو سره د پخواني ولسمشر اشرف غني پرضد یو ډول غیر مستقیمه کودتا کړي ده او طالبانو ته یې شنه اشاره ورکړي چې ټول ښارونه او پلازمینه کابل ونیسي .